معاصره اداره Contemporary Management
د ادارې کليدي مفاهيم Management Key Concepts
سازمانونه : خلک په ګډ شکل کار کوي او خپل کارونه سره هماهنګ کوي تر څو يو معلوم هدف ته ورسيږي .
هدف : ديو راتلونکى مطلوب حالت څخه عبارت دى کوم چې يو سازمان هغه ته درسيدو جستجو کوي .
اداره : داد سازماني يا تشکيلاتي منابعو يوه پروسه ده تر څو ديو سازمان اهداف په لاس راوړي په
ذريعه د ......................
پلان نيونې ، تنظيمونې ، رهنمايي او کنترولونې .
اضافي کليدي مفاهيم :
منابع Resource:
يو سازماني يا تشکيلاتي دارائي ده او دلاندې شيانو څخه مشتمله ده .
• خلک People
• ماشين آلات Machinery
• اومه يا خام موادRaw Materials
• معلومات مهارتونه Skills
• مالي سرمايه Financial Capital
منيجران عبارت له هغو خلکو څخه دى کوم چې ديوسازمان داهدافو دلاسته راوړنې په خاطر دهغه دمنابعو د استعمال څخه دنظارت کولو مسؤليت په غاړه لري .
دلوړو اجراءاتو انجامونهAchieving high performance .
سازمانونه بايد داسې يو جنس يا يو خدمت آماده کړي په کوم چې مشتريان يې دهغه خواهشمنده واوسيږي .
ديويد جانسن آف کيمپبيل سوپ Devid Johnson of comp bell soup خپل شرکت اداره کوي تر څو باکيفيته غذائي توليدات آماده کړي .
طبيبان ، نرسان او روغتيا دپاملرنې رئيسان ددې جستجو کوي ، تر څو دمريضتيا څخه دصحت من کيدلو زمينه مساعده کړي .
دام سي ډونالډ رستورانت برګرې واړه ماهيان او مشروبات آماده کوي کوم چې خلک غواړي هغه واخلي .
تشکيلاتي يا سازماني اجراء ات Organizational performance
دا د دې اندازه اخلي چې منيجران په څومره موثره توګه او په څومره باکفايتي سره دغه منابع استعمالوي تر څو له يوې خوانه مشتريان راضي کړي او له بلې خوانه خپلو اهدافو ته ورسيږي .
لياقت يا باکفايتي Efficiency : دا ددې اندازه اخلي چې څومره په ښه توګه دغه منابع استعماليږي تر څو يو هدف ته ورسيږي .
معمولاً منيجران بايد دا هڅه وکړي تر څو دمنابعو Input ته تنزل ورکړي تر څو هدف ته ورسيږي .
موثريت Effectiveness :
دا دانتخاب شوو اهدافو دمناسب والي يوه اندازه ده ( آيا دا صحيح اهداف دي ؟)
او همدارنګه دا يوه رتبه ده کوم چې دوئ ورته رسيږي .
سازمانونه په هغه وخت کې ډيره موثره تماميږي کله چې منيجران صحيح اهداف انتخاب کړي او بيا ځان دغو اهدافو ته ورسوي .
دمنيجرى يا مديريت پورې مربوطه وظايف managerial Functions
هينري فايول Henri Fayol لمړنې شخص و چې دمنيجرۍ پورې مربوطه څلور وظايف يې په ګوته کړه او دا هغه مهال و کله چې هغه په دې وروستنى 1800م کال کې دمعدن کيندنى په يوه غټه کمپنۍ کې د CEO په حيث کار کاوه .
فايول ټولو منيجرانو ته اشاره وکړه که هغوى په عايداتي سازمانونو کې کارکوي او يا په غير عايداتي سازمانونوکې کار کوي بايد لاندې هر يو وظايف اجراء کړي .
پلان نيونه Planning ، تنظيمونه Organizing ، رهنمايي Leading ، کنترولونه Controlling
د ادارې Management څلور کليدي وظايف
پلان نيونه Planning :
پلان نيونه يوه پروسه ده کوم چې دمنيجرانو پذريعه دمناسبو اهدافو دتشخيص او انتخابولو په مقصد استعماليږي ، او همدارنګه ديو سازمان لپاره ديو کار يا عمل دکړنلارې څخه عبارت دى .
ديوه غوره پلان نيونې لپاره درې مرحلې :
1 – کوم اهداف بايد تعقيب کړائ شي .
2 – کوم اهداف بايد تر لاسه کړائ شي .
3 – څنګه بايد .
دپلان نيونې دنده مونږ ته دا معلوموي چې څومره په دغه سازمان باکفايته او موثره ده او همدارنګه مونږ ته ديو سازمان ستراتيژي معلوموي .
تنظيمونه Organizing :
په تنظيمونه کې منيجران دسازماني اعضاؤ تر منځ دکاري روابطو لپاره يو ساختمان ايجادوي کوم چې په بهترين شکل سره دوى ته دګډ کار کولو او د اهدافو دلاسته راوړلو اجازه ورکوي .
منيجران خلک دوظايفو د ترسره کولو په خاطر په ديپارتمنتونو طبقه بندي کوي .
همدارنګه منيجران دخلکو لپاره دصلاحيت او مسؤليت حدود نخشه بندي کوي .
يو سازماني ساختمان Organizational Structure .
دتنظيمونې Organizing نتيجه Outcome ده دغه ساختمان کارکوونکى Employees تشويق او هماهنګ کوي تر څو داهدافو دلاسته راوړلو په خاطر باندې په ګډ شکل کار وکړي .
رهنمايي Leading:
په رهنمايي کې منيجران يو مسير تعنيوي او کارکوونکو ته يوه واضحه راتلونکى پلان بيانوي تر څو هغه تعقيب کړي او همدارنګه دکارکوونکو سره مرسته کوي تر څو هغوئ وپوهوي چې داهدافو دلاسته راوړلو په خاطر څرنګه خپلې دندې اجراء کړي .
رهبري Leadership :
دا لازموى چې دقوي داستعمال نفوذ Visions تشويقونى Persuasion او ابلاغيه مهارتونو Communication skills څخه کار واخلي .
درهبري يا رهنمايي د وظيفي نتيجه په لوړه کچه يو سازمان لپاره دکار کوونکو دتشويق او وفادارې څخه عبارت دى .
کنترولونه Controlling
په کنترولونه کې منيجران دا ارزيابي کوي چې په څومره ښه توګه يو سازمان خپل اهداف لاسته راوړي او همدارنګه څرنګه داجراءاتو داصلاح کولو په خاطر اصلاحي عمل تر سره کوي .
منيجران ، افراد ، ديپارتمنتونه او سازمان کنترولوي تر څو معلومه کړي چې آيا مطلوبه اجراءات تر سره شوي دي او که نه .
همدارنګه منيجران دلزوم په صورت کې داجراءاتو د زياتولو لپاره ځينې اعمال تر سره کوي .
دکنترولوني دوظيفى نتيجه د موثريت او باکفايتى داجراء او تنظيم د دقيق اندازه ګيرى څخه عبارت دى .
دمنجمنټ سطحې يا طبقې Management Levels
اکثراً سازمانونه منيجران په درې سطحو ويشلي .
د دلومړي رديف منيجران First line Managers : دغه منيجران د ورځ په ورځ عملياتو مسؤليت په غاړه لري دوى دهغو خلکو نه نظارت کوي کوم چې ضروري فعاليتونه يعنې داجناسو او خدماتو دآماده کولو وظيفه اجراء کوي .
وسطې منيجران Middle Managers :
دوى د لومړى رديف دمنيجرانو څخه نظارت کوي همدارنګه دوى دا مسؤليت په غاړه لري تر څو داهدافو دلاسته راوړلو په خاطر د ديپارتمنتى منابعو داستعمال لپاره يوه بهترينه لاره پيداکړي .
ټاپ يا عالي منيجران Top Managers
دوئ دټولو ديپارتمنتونو داجراءاتو مسؤليت په غاړه لري او همدارنګه د ديپارتمنت نه وتلى مسؤليتونه هم په غاړه لري دوى سازماني اهداف تاسيسوي او د وسطې منيجرانو څخه نظارت کوي .
ادارې Management درې سطحې يا طبقې
عالي منيجران
وسطې منيجران
دلومړنې رديف
منيجران
غير اداري Non Management
ساختمان ته تغير ورکول Restructuring
عالي اداره داسې ميتودونه پلټي چې دهغې په ذريعه کولائ شي چې دخپلو سازمانونو ساختمان ته تغير ورکړي او قيمتونه Costs خوندي کړي .
دجسامت ټيټول Downsizing :
د ادارې په ټولو سطحو کې وظايف محوه کوي .
کولاى شي يوه اداره د اوچتې اغيزناکى طرف ته سوق کړي .
اکثراً د روحيي دټيټوالې او دخدماتو په هکله دمشتريانو دشکايت باعث ګرځي .
د ادارې روشونه يا تګلارې Management Trends
اختيار ورکول Empowerment :
دکارکوونکو وظايفو او مسؤليتونو ته وسعت او پراختيا ورکوي .
امکان لري سوپروايزرانو Supervisors ته دا اختيار ورکړي تر څو بعضو منابعو ته داختصاص ورکولو پريکړه وکړي .
پخپله اداره شوي ټيم Self-Managed Team :
دا د کارګرانو يو ګروپ ته دا مسؤليت ورپه غاړه کوي ، تر څو دخپلو شخصي کارونو څخه څارنه وکړي .
دغه ټيم کولاى شي دخپلو اعضاؤ او همدارنګه داجراء شوو کارونو دکيفيت او څرنګوالى څخه نظارت وکړي .
دمنيجرۍ پورې مربوطه دندې Managerial Roles :
تشريح د مينټزبرګ Mintzberg په واسطه .
يوه دنده Role دمشخصو وظايفو يو سټ دى کوم چې يو شخص يې دخپل لرلي مقام او حيثيت په خاطر باندې تر سره کوي .
دندې نه يواځې ديو سازمان په داخل کې بلکه دسازمان څخه خارج هم څارل کيږي .
ديوې دندې لپاره درې اساسي کټګورۍ وجود لري .
1 – بين الشخصي دندې Interpersonal Roles
2 – معلوماتي دندې Informational Roles
٣ – تصميم نيونکى دندې Decisional Roles
بين الشخصي دندې Interpersonal Roles
دا عبارت له هغو دندو څخه دى کوم چې منيجران يې د کارګرانو سره دهماهنګۍ او متقابل عمل کولو او همدارنګه دسازمان لپاره دبهبودۍ د آماده کولو په منظور غوره کوي .
ديو بې اختياره مشر دنده Figure-head Role :
دا ديو سازمان لپاره او همدارنګه دهر هغه څه لپاره چې د لاسته راوړلو هڅه کوي ديو سمبول حيثيت لري .
ديومشر دنده Leader Role :
سلاء او مشوره ورکول او اصلاح او تشويقول دعالي رتبه کارګرانو داجراء تو ديو مشر د دندو څخه عبارت دى .
ارتباطي دنده Liaison Role :
دغه دنده په داخل او خارج دسازمان کې دخلکو تر منځ ارتباط قايموي او هغوئ سره هماهنګ کوي تر څو د اهدافو په لاسته راوړلو کې يو دبل سره مرسته او همکاري وکړي .
معلوماتي دندې Informational Roles
دغه دنده هغو وظايفو پورې تړلى ده کوم چې ديو سازمان د ادارې لپاره دهغوئ لاسته راوړل او خپرول ضروري ده .
ديو مونيټور دنده Monitor Role :
ديو مونيټور دنده د داخلي او خارجي
محيط دمعلوماتو دتحليل کولو څخه عبارت دى .
خپرونکى دنده Decimator Role :
منيجران په دې خاطر باندې معلومات خپروي چې تر څو وکولاى شي دکارګرانو روشونه او اخلاق دنفوذ لاندې راولي .
ديوه نماينده دنده Spoke person Role :
ديو استازى يا نماينده وظيفه دمعلوماتو داستعمال څخه عبارت دى تر څو په هغه طرزالعمل باندې کوم چې خلک ورسره په داخل او خارج دسازمان کې عکس العمل ښئ نفوذ وارد کړي .
تصميم نيونکى دندې Decisional Roles :
دا هغو ميتودونو پورې تړلى دي کوم چې منيجران يې ديو ستراتيژى د طرح کولو او د منابعو په کار اچونې په منظور استعمالوي تر څو خپلو اهدافو ته ورسيږي .
دمعامله کوونکې دنده Enter printer Role :
دنوې پروژو او پروګرامونو په هکله تصميم نيسي تر څو هغه پيل کړي اوپانګه اچونه پکې وکړي.
دمزاحمتونو د اداره کوونکي دنده Disturbance hand ler Role :
دناڅاپي واقعاتو او بحرانونو د اداره کولو مسؤليت په غاړه لري .
منابعو ته داختصاص ورکوونکى دنده Resources allocator Role :
دا د وظايفو او تقسيماتو تر منځ منابعو ته اختصاص ورکوي او دتحتاني منيجرانو بوديجې Budgets تعينوي .
دمذاکره کوونکى دنده Negotiator Role :
جستجو کوي تر څو د نورو منيجرانو اتحاديو مشتريانو او سهم لرونکو تر منځ دحل دلارو دپيداکولو په رابطه مذاکره وکړي .
دمنيجرۍ پورې مربوطه مهارتونه Managerial Skills :
درې مهارتونه وجود لري کوم چې دا ښي چې يو منيجر ته ضروري دي چې په اغيز ناکه توګه اجرائت وکړي .
١ – مفکوروي مهارتونه Conceptual Skills :
دا ديو حالت دتحليل او تشخيص کولو او دهغه علت او اغيزي دپيداکولو د توانائي څخه عبارت دې .
٢ – بشري مهارتونه Human Skills :
دسلوک د درک کولو ، تغير ورکولو رهبري کولو او کنترولولو د توانائي څخه عبارت دې .
٣ – تخنيکي مهارتونه Technical Skills :
په يوه مشخصه وظيفه کې پوهه لرل دا ضرورت پيښ کړ تر څو يوه وظيفه تر سره شي چې په عام مثالونو کې بازار يابي Marketing محاسبه Accounting او توليدونه Manufacturing شامله ده دغه ټول درې واړه مهارتونه دسمي تربيي Training مطالعې يا لوستنې Reading او دمشق کولو Practice په ذريعه اصلاح شوى دي .
دمهارتونو نمونې کوم چې دمنيجرانو طبقې ورته اړتيا لري .
عالي منيجران Top Managers
وسطي منيجران Middle managers
دلومړي رديف منيجران First-line managers
تخنيکي مهارتونه بشري مهارتونه مفکوروي مهارتونه
Conceptual Human Technical